ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان يوازنی هېواد دی چې نجونې له ښوونځيو محروموي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ويلي چې افغانستان دا مهال د نړۍ يوازنی هېواد دی چې نجونې پکې له منځنیو ښوونځيو څخه د تګ مخه نيول شوې ده. د دې ادارې په وينا، ميليونونه نجونې د لګول شويو محدودیتونو له امله له زده کړو بې برخې پاتې شوې او د دوی راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.

دا سازمان د شنبې په ورځ، د مارچ اوومه نېټه چې د نړيوالې ښځې د ورځې سره هم مهاله وه، ټينګار کړی چې د افغان نجونو د زده کړو مخنيوی بايد يو عادي حالت ونه ګڼل شي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې د دې کړکېچ په وړاندې بې پروايي به د افغان نجونو د راتلونکې نسل د تباهۍ پر معنا وي.

په اعلاميه کې راغلي: «دا حالت عادي مه بولوئ. بدلون لا هم ممکن دی، تر هغه چې موږ داسې نړۍ ونه منو چې د دوی راتلونکی پکې له منځه ځي.» د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې هېڅ نجلۍ ته د منځنیو ښوونځيو د زده کړو اجازه نه شته.

له هغه وخت راهيسې چې طالبان له څلور کلونو را په دېخوا بيا په افغانستان کې واکمن شوي، د نجونو د منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي. دا محدوديتونه د نړيوالو ادارو او د بشري حقونو د فعالانو له پراخو نيوکو سره مخ شوي او د هېواد پر ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د دوی د اوږدمهاله اغېزو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button