دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

ریچارد بنت: د افغانستان ښځې ترحم نه بلکې برابر حقونه غواړي

ریچارد بنت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان په چارو کې، ویلي چې د افغانستان ښځې او نجونې د ترحم یا خیریه مرستو غوښتونکي نه دي، بلکې د اساسي حقونو او د انساني کرامت په ساتلو سره د برابر ژوند غوښتنه کوي. نوموړي له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې په روښانه دریځ او دپلوماتیکو فشارونو سره، د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.

بنت د شنبې په ورځ، د مارچ په اوومه، د ښځو د نړېوالې ورځې (د مارچ اتمې) په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر پر بنسټ یو نظام رامنځته شوی دی. د ده په وینا، دغه جوړښت د ښځو په حذف او بېلوالي ولاړ دی او موخه یې دا ده چې ښځې له عامه ژوند څخه ورو ورو بهر کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي څرګنده کړه چې دا ډول نظام په اوسني نړۍ کې بې‌ساری دی. په وروستیو کلونو کې د طالبانو اداره د پراخو محدودیتونو د لګولو له لارې ښځې له لوړو زده‌کړو، د ډېرو کاري فرصتونو او د عامه ځایونو له آزاد تګ راتګ څخه محرومې کړي دي؛ دا کړنې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو پراخ غبرګونونه راوپارول.

سره له دې، بنت ټینګار وکړ چې د افغانستان ښځې تسلیم شوې نه دي. د هغه په وینا، ښځې په ټوله هېواد او حتی په مهاجرت کې، د تعلیمي او ټولنیزو فعالیتونو مشري کوي؛ له پټو ښوونځیو د جوړولو نیولې تر روغتیایي خدماتو وړاندې کولو او د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ پورې.

هغه زیاته کړه چې د ښځو په مشرۍ د مدني ټولنې سازمانونه، سره له سخت فشار او ځپنې، لا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د یوې متفاوتې راتلونکې لپاره غږ پورته کوي. بنت خبرداری ورکړ چې د افغانستان لپاره د مالي مرستو کمېدل کولی شي د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، لپاره ناوریني پایلې ولري، او ټینګار یې وکړ چې باید د ښځو په مشرتوب مدني بنسټونو ته ملاتړ دوام ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button