د پاکستان د سرحدي بریدونو له امله په پکتیا او پکتیکا کې درې ملکي وګړي وژل شوي

د طالبانو د ادارې چارواکي وايي چې د پاکستاني ځواکونو د سرحدي بریدونو په پایله کې په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د دوی په وینا، دا پېښې د جمعې په ورځ د کب ۱۵مه رامنځته شوې دي.
حمدالله فطرت، د طالبانو د ادارې د ویاند مرستیال، ویلي دي چې پاکستاني سرتېرو د پکتیا ولایت د سُمکني او پتان ولسوالیو استوګنیزې سیمې په نښه کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې یو کس په نوم د چمن د باجور زوی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
فطرت زیاته کړه، چې په پکتیا کې د بریدونو له امله لس کورونه، څوارلس دکانونه، دوه مارکېټونه او یو جومات ویجاړ شوي دي. نوموړي وویل، چې د پکتیکا ولایت برمل او شکین ولسوالیو هم په نښه شوي چې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د ادارې د څرګندونو له مخې، د علیشیر او تریزیو په ولسوالیو کې له ۱۰۰ ډېرو کورنیو خپلې استوګنې پرېښي او لږ تر لږه لس کورونه هم وران شوي دي. خپلواکې سرچینې تر اوسه د تلفاتو او زیانونو د شمېرو په اړه څرګندونې نه دي کړي.
د طالبانو د ادارې او د پاکستان تر منځ پوځي ترینګلتیا له یوې اونۍ راهیسې دوام لري، او په دې موده کې دواړو غاړو ته د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. د دغو نښتو دوام د سرحدي سیمو د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړي او یو ځل بیا یې د سرحدونو د اړیکو د مدیریت او د سرحدي امنیت د تأمین موضوع راڅرګنده کړې ده.




