امريکا د ايران د غچيزو بريدونو له امله ۲.۵۲ ميليارده ډالره زيان کړی

د ترکيې د انادولو خبري آژانس له خوا د ۲۰۲۶ د مارچ تر شپږمې نېټې پورې راټول شويو معلوماتو له مخې، د ايران او امريکا تر منځ د پراخو پوځي نښتو په ترڅ کې د امريکا پوځي تجهيزات او مالونه چې شاوخوا ۲.۵۲ ميليارده ډالره ارزښت لري، زيانمن، ويجاړ يا له منځه تللي دي. تر ټولو ستر زيان د قطر په العُديد هوايي اډه کې د AN/FPS-132 د لومړني خبرداري د رادار سيستم د ويجاړېدو له امله رامنځته شوی چې ارزښت يې ۱.۱ ميليارده ډالره دی. دغه رادار د ايراني توغنديو د بريد په نتيجه کې سخت زيانمن شوی دی.
د ترکيې دولتي خبري آژانس (aa.com.tr) د ۲۰۲۶ د مارچ په شپږمه نېټه خپل وروستی راپور خپور کړ، چې د امريکا د مادي زيانونو جزئيات يې د خپلو اټکلونو پر بنسټ وړاندې کړي دي. د دې راپور له مخې، ايران د امريکا او اسرائيلو د ګډو لومړنيو بريدونو په ځواب کې (چې د فبرورۍ له ۲۸مې پيل شول او د ايران د يو شمېر لوړپوړو چارواکو، په ګډون د انقلاب مشر، د شهادت لامل شول) د سيمې د فارس د خليج په هېوادونو کې د امريکا پر اډو او تاسيساتو توغندي او ډرون بريدونه کړي دي.
د انادولو د اينفوګرافيک پر بنسټ مهم زيانونه په دې ډول دي:
قطر – العُديد هوايي اډه: د AN/FPS-132 (لومړنی خبرداري) رادار → ۱.۱ ميليارده ډالره (ستر زيان)
متحده عربي امارات – الرويس: د AN/TPY-2 رادار د THAAD دفاعي سيستم پورې تړلی → ۵۰۰ ميليونه ډالره (رادار ويجاړ شوی)
۶ د AN/TPY-2 (THAAD) رادارونه → ۵۰۰ ميليونه ډالره
کويت: درې F-15E Strike Eagle جنګي الوتکې → ۲۸۲ ميليونه ډالره
نامعلوم ځای: درې MQ-9 Reaper بې پيلوټه الوتکې → ۹۰ ميليونه ډالره
کويت – کمپ عریفجان: درې د AN/GSC-52B MET مخابراتي ترمينلونه → ۳۰ ميليونه ډالره (د ودانۍ چت نړيدلی)
بحرين – د پنځمې بېړۍ قرارگاه: دوه د AN/GSC-52B MET مخابراتي ترمينلونه → ۲۰ ميليونه ډالره (په سخت ډول زيانمن شوي)
عراق – اربيل اډه: څلور جوړښتونه زيانمن شوي (د مالي ارزښت جزئيات نه دي ورکړل شوي)
راپور دا هم زياتوي چې ځينې نور موارد شته چې د مالي ارزښت ارزونه يې نه ده شوې، خو د انساني تلفات او جوړښتي زيانونه پکې شامل دي:
کويت – کمپ عریفجان: د تاکتيکي عملياتو مرکز لګېدلی او شپږ امريکايي سرتېري وژل شوي؛
کويت – کمپ بوهرینګ: ډرون بريد شوی؛
کويت – عليالسالم هوايي اډه: د څو ودانيو چتونه نړيدلي؛
بحرين – د پنځمې بېړۍ قرارگاه: دوه سپوږمکيز ترمينلونه سخت زيانمن شوي؛
سعودي عربستان – د رياض امريکايي سفارت: دوه ډرونونه لګېدلي؛
متحده عربي امارات – د دوبۍ امريکايي قونسلګري: يوه ډرون د موټر تمځای ته لګېدلې؛
د دوبۍ جبل علي بندر: اورلګيدنه رامنځته شوې.
په دغه اينفوګرافيک کې د مشخصو نښو په مرسته (نارنجي دايره د ډيپلوماتيکو او استخباراتي مرکزونو لپاره او سره دايره د پوځي اډو لپاره) په منځني ختيځ کې د هدف شويو سيمو نقشه ښودل شوې چې د انادولو خبري آژانس د معلوماتو پر بنسټ جوړه شوې ده. د انادولو لومړنی راپور د مارچ په لومړيو کې شاوخوا ۱.۹ ميليارده ډالره زيان ښوولی و، خو د وروستيو تازه معلوماتو له مخې دا اندازه ۲.۵۲ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده.
دغه زيانونه په داسې وخت کې رامنځته شوي چې جګړې خپل دوهمه اونۍ ته داخلې شوي او امريکا او اسرائيلو په ايران کې له ۲۰۰۰ زيات هدفونه بمبار کړي، په داسې حال کې چې ايران د ګاونډيو هېوادونو لکه قطر، امارات، بحرين او کوېت کې پر امريکايي تاسيساتو د غچيزو بريدونو تمرکز کړی دی.




