ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د طالبانو لهخوا د ښځینه کارکوونکو د کار دوامداره بندیز د دې سازمان د مرستندویو چارو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی او باید په عاجل ډول لغوه شي. دغه اداره زیاتوي چې د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځو او نجونو ته لاسرسی ناشونی دی.
په یوه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ، د کب ۱۶مه خپره شوې، ویل شوي چې د طالبانو اداره دا محدودیت له شپږو میاشتو راهیسې پلي کړی. د ملګرو ملتونو په وینا، دا ډول بندیز د دې سازمان د اتیا کلنې تاریخ په اوږدو کې بېساری دی او د بشردوستانه ماموریتونو د اغېزمن پلي کېدو مخه نیسي.
ملګرو ملتونو روښانه کړې چې د ښځو له کاري ډګرونو ایستل نهیوازې د خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت راټیټوي، بلکې د افغانستان د نیمایي نفوس اړتیاوې هم له پامه غورځوي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له پراخو بشري او اقتصادي کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دی او د نړیوالو مرستو پر دوامدارو ملاتړ تکیه لري.
دغه اداره د نړېوالې ښځې د ورځې له رارسېدو سره یوځای یو ځل بیا د افغانستان له ښځو د ملاتړ پر تعهد ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له هغوی سره به ولاړه وي. خو د طالبانو د ادارې د دوامداره محدودیتونو له امله، د ښځو د کار او فعالیت موضوع پراخ کورني او نړیوال انتقادونه راپارولي او د ښځو د ټولنیزې او مسلکي ونډې په راتلونکې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.




