ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه د بشري مرستو بهیر له ستونزو سره مخ کړی

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د طالبانو د ادارې ځواکونو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د پولي نښتو له امله لږ تر لږه ۱۶۷ د مرستو محموله د پاکستان د پولي له هغې غاړې بندې پاتې شوې دي او د افغانستان اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د بشري چارو په برخه کې، ټام فلیچر، په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د دغو شخړو ترڅنګ د الوتنو ځنډېدل او د امنیتي محدودیتونو لګول د مرستندویو بنسټونو لاسرسی اړمنو کسانو ته له پراخو ننګونو سره مخ کړی دی. د هغه په وینا، دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته شوی چې میلیونونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
فلیچر خبرداری ورکړی چې د جګړو او نښتو پایلې یوازې د جګړې تر ډګرونو نه محدودېږي، بلکې بازارونو، د اکمالاتو زنځیرونو او د خوړو بیو ته هم زیان رسوي. هغه ټینګار کړی چې په دې ډول حالاتو کې زیان منونکي قشرونه تر ټولو ډېر تاوان ویني او د جګړې له امله د رامنځته شویو بحرانونو لومړنۍ قربانیان دي.
د هغه په وینا، د پاکستان له پولې سره د وروستیو نښتو پر مهال لسګونه کسان وژل شوي دي چې د هغه په باور ډېری یې ښځې او ماشومان دي. نوموړي زیاته کړې چې د ملکي زیربناوو زیان هم رامنځته شوی او د کډوالو نړیوال سازمان په ترانزیتي مرکز کې یو روغتون او د تورخم د تېرېدلو په سیمه کې د بېرته راستانه شویو د منلو تاسیسات هم زیانمن شوي دي.
ملګري ملتونه وایي چې د خلکو د بېځایه کېدو موج چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې پراخ و، اوس لا پسې زیات شوی دی. د فلیچر د څرګندونو له مخې، تر ۱۶ زره ډېرو کورنیو د دغو نښتو پر مهال خپل کورونه پرېښي او د هېواد د میلیونونو بېځایه شویو کسانو له ډلې سره یو ځای شوي دي.
د طالبانو د ادارې او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې او همدارنګه پاکستان ته منسوب هوايي بریدونه اوس خپل لسمې ورځې ته رسېدلي دي. دواړو خواوو ادعا کړې چې یو بل ته یې درانه تلفات اړولي، خو دغه ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تائید شوې.
د پولي نظامي کړکېچ زیاتوالی په داسې حال کې دوام لري چې عادي وګړي او بېدفاع کورنۍ د دغو شخړو ډېره بیه پرې کوي او د بشري مرستو رسولو بهیر هم په مستقیم ډول اغېزمن شوی دی.




