مهم خبرونهنړیوال

ملګرو ملتونو د جګړې د پراخېدو او د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مرستیال د سیمې د جګړو د زیاتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولای شي بحران له کنټرول څخه ووځي. هغه د هغو راپورونو په اړه چې د ایران په ملکي سیمو د هدف نیولو یادونه کوي، د سمدستي د تنشونو د کمېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

تام فلچر ویلي چې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ هره ورځ شاوخوا یو میلیارد ډالر د سیمې د جګړې د تمویل لپاره لګول کېږي؛ هغه شمېرې چې د ده په باور، کولای شي د جګړې پر ځای د انسانانو د ژغورنې او بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي.

د ده په وینا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دې وړاندې د تنشونو د کمېدو، د جګړې د سمدستي درولو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د واقعي خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې وه. فلچر ټینګار کړی چې یوازې د خبرو اترو او نړیوالو اصولو ته د ژمنتیا له لارې کولای شو د بحران د لا زیاتېدو مخه ونیسو.

هغه زیاته کړې چې د جګړو په ترڅ کې کورونه، روغتونونه او ښوونځي په بېلابېلو برخو کې زیانمن شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې سلګونه زره کسان بې‌ځایه شوي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) راپور ورکړی چې له جګړو د شدت راهیسې تر ۱۹۰ ډېر ماشومان وژل شوي چې ډېری یې په ایران او یو شمېر یې په لبنان کې دي.

فلچر همدارنګه ویلي چې هغه د ایران له دایمي استازي سره په ملګرو ملتونو کې خبرې کړې او یو ځل بیا یې د دې بنسټ چمتووالی څرګند کړی چې هغو ملکي وګړو ته مرسته ورسوي چې د بشري ملاتړ اړتیا لري. د ایراني چارواکو په وینا، تر اوسه له زرو ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیاتې ملکي سیمې زیانمنې شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستیال د راپور په پای کې ټینګار کړی چې د جګړې لپاره د ستر مالي منابعو مصرف، په داسې حال کې چې انساني اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي، د نړیوالې ټولنې جدي اندېښنې راپارولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button