په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وړاندې فشارونه زیات شوي؛ څو تنه نیول شوي دي

د «بېپولو خبریالانو» سازمان اعلان کړی چې د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې، هممهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو سره، په پاکستان کې د افغان پناهځایپالو، په ځانګړي ډول د تبعید شویو خبریالانو پر وړاندې فشارونه ډېر شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې څو تنه افغان خبریالان نیول شوي او د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د وروستیو اوونیو پر مهال د نیونو لړۍ چټکه شوې او د دغو کسانو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
«بېپولو خبریالانو» زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۲۰ افغان خبریالان په پاکستان کې نیول شوي دي. همدارنګه، د تېرې پنځلس ورځې په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ خبریالان په جبري توګه افغانستان ته ستنېدلي دي؛ دا شمېر د روان کال له پیل راهیسې د ایستل شویو خبریالانو ټول شمېر ۹ تنو ته رسوي.
د دغه سازمان په وینا، وضعیت هغه وخت لا پسې خراب شو چې پاکستان د افغانستان پر ضد د «ښکاره جګړې» اعلان وکړ. د افغان خبریالانو جبري ستنول داسې مهال ترسره کېږي چې ډېری یې د امنیتي ګواښونو او د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو پراخو محدودیتونو له امله هېواد پرېښی و.
د بیان د ازادۍ ملاتړو ادارو خبرداری ورکړی چې د خبریالانو شړل افغانستان ته کولای شي هغوی له جدي خطر سره مخ کړي او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د پناهځایپالو په اړه خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي.




