مهم خبرونهنړیوال

چین اسراییل ته د ایران پر ضد د جګړې د دوام په اړه خبرداری ورکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اسراییل له خپل سیال سره په یوه تلیفوني خبرې کې خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد د جګړې دوام به د سیمې بحران او بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې وروستي بدلونونه د ایران د اټومي موضوع په تړاو د ډیپلوماټیکو هڅو بهیر ګډوډ کړی دی.

د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې سیمه‌ییز او نړیوال اختلافات باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو هوار شي او ټول لوري دې د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو پابندي وساتي.

وانګ یي د ایران د اټومي دوزيې په اړه د ډیپلوماټیکو خبرو اترو د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل چې وروستۍ حملې دا بهیر ګډوډ کړی دی. هغه زیاته کړه چې د زور کارول نه یوازې ستونزه نه حلوي، بلکې خطرناک او پېچلي پایلې هم لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د جګړې د درولو او د کړکېچونو د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د جګړې دوام کولی شي د بحران د پراخېدو او د سیمې د نوره بې‌ثباتۍ لامل شي.

دغه لوړپوړي چینایي چارواکي په پای کې وویل چې هېواد یې چمتو دی څو د کړکېچونو د کمېدو او د سیمې د ثبات د بېرته ټینګښت لپاره رغنده رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button