لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د دیپلوماتيک حل غوښتنه وکړه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، سرګي لاوروف، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، د طالبانو د حکومت له سرپرست بهرني وزير اميرخان متقي سره په تلیفوني خبرو کې ټينګار کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافونه بايد د سياسي او ديپلوماتيکو لارو له مخې حل شي. دا خبرې نن جمعه، د حوټ د ۱۵مې نېټې په ورځ ترسره شوې.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پوځي او سياسي کړکېچ د کمېدو پر احتمالي لارو چارو بحث کړی. مسکو له دې وړاندې هم د دواړو لورو ترمنځ د جګړو زياتوالی د اندېښنې وړ بللی او د زغم غوښتنه یې کړې وه.
په اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې لاوروف او متقي د “ايران پر وړاندې د تېريو منفي او بېثباته کوونکو پايلو” په اړه هم نظرونه تبادله کړي، خو له دې برخې څخه زيات جزئيات نه دي خپاره شوي.
وسلوالې نښتې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوس دويمې اوونۍ ته داخلې شوې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځينو سيمو هوايي بريدونو کې له ۱۸۵ زيات ملکيان وژل شوي او ټپيان دي؛ هغه پېښې چې د پولو سيمو د اوسېدونکو د خونديتوب په اړه پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.
د دغو کړکېچونو دوام په داسې حال کې دی چې د اغېزمنو سيمو اوسېدونکي د جګړو د سمدستي درېدلو او د امنيت د ټينګښت غوښتنه کوي. شنونکي باور لري چې د اړخونو د پوځي تګلارې دوام کېدای شي د بشري وضعيت د لا خرابېدو لامل شي او د ملکيانو د ساتنې مسئله د طالبانو ادارې او نورو ښکېلو لورو پر وړاندې په يوه جدي غوښتنه بدله کړي.




