د قطر د صدراعظم ټینګار د سیمې د وروستیو تاوتریخوالو په کمېدو

د قطر صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره په جلا ټيليفوني خبرو کې د سيمې د تاوتريخوالو د ژر کمېدو او د ټولو اړخونو د خبرو مېز ته د بېرته راګرځېدو غوښتنه وکړه.
د الجزیرې د راپور له مخې، آل ثاني د سویډن له بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د کړنو د بندېدو غوښتنه وکړه چې د تاوتریخوالي لامل ګرځي، او ټینګار یې وکړ چې د روانو اختلافونو حل باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې ولټول شي. نوموړی همدارنګه د لبنان د صدراعظم مرستیال طارق متري سره په خبرو کې د دوحې ملاتړ د لبنان په روانو حساسو حالاتو کې څرګند کړ.
په عین وخت کې، د صربستان، کوبا، قرغزستان او لبنان د بهرنیو چارو وزیرانو هم له د قطر له صدراعظم سره په جلا ټیليفوني اړیکو کې د وروستیو تحولاتو په اړه سلا مشورې وکړې. په دغو اړیکو کې دواړو لورو د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د تنش د کمېدو او د اختلافونو د حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو ټینګار وکړ.
په تړلې موضوع کې، مخکې ځینو اروپایي سرچینو راپور ورکړی و چې سعودي عربستان د سیمې د جګړې د کنټرول او د هغې د پایلو د کمولو لپاره، په ځانګړې توګه د نړیوالو بازارونو پر فشار د کمولو په موخه، له ایران سره خپلې مستقیمې اړیکې زیاتې کړې دي. د دغو سرچینو په وینا، د سعودي او ایراني چارواکو تر منځ پټې خبرې په وروستیو ورځو کې په بېړنۍ توګه دوام لري څو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.




