عفو بینالملل: د طالبانو جزايي اصولنامه تاوتریخوالی او تبعیض نهادینه کوي

د عفو بینالملل سازمان ویلي چې د طالبانو د ادارې نوی جزايي اصولنامه د تاوتریخوالي او جنسي تبعیض د نهادینه کولو سبب ګرځي او د هېواد حقوقي جوړښت د لا ډېرو استبدادي کړنو پر لور بیايي. دغه سازمان له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې دا مقرره په کلکه وغندي او د بشري حقونو د نقض د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د عفو بینالملل په خبره، چې دا حقوقي تحليل يې د جمعې په ورځ د حوت په ۱۵مه خپور کړی، ياد اصولنامه لږ تر لږه په اوو بنسټیزو برخو کې د بشري حقونو منفي اغېز لري. د ښځو حقونه، د دين او بيان آزادي، د عادلانه محاکمې نړيوال معیارونه، د مجازاتو بڼې، د قانون مخې ته برابري او د ټولنيزو طبقو موقف هغه برخې دي چې د دې مقرره تر اغېز لاندې راځي.
په راپور کې راغلي چې نوې مقرره نه يوازې د جنسیت پر بنسټ تاوتريخوالی نهادینه کوي، بلکې د مرييتوب یا غلامۍ پېژندنه هم پکې شته. همدارنګه د بدني مجازاتو، شکنجې او نورو ناوړه سلوکونو د پلي کولو وړاندوينه پکې شوې او د اعدام سزا د ډېرو جرمونو لپاره پراخه شوې ده، چې دا کار د افغانستان له نړيوالو ژمنو سره په ټکر کې بلل شوی دی.
د عفو بینالملل د جنوبي آسيا څانګې مشرې، سمريتي سينګ، ويلي چې دا مقرره هغه نظام لا ډېر خشن او استبدادي کوي چې له وړاندې هم سرکوبګر و. د هغې په وينا، ښځې او نجونې به تر ټولو زیانمنې ډلې وي، ځکه د اصولنامې ځينې مادې کورنی تاوتريخوالی عادي ښيي او د دوی په تګ راتګ او خپلواکۍ تازه محدوديتونه لګوي.
هغې دا هم خبرداری ورکړی چې د مذهبي احکامو پر سخت تطبيق او د ټولنيزې طبقې پر بنسټ د مجازاتو ټاکل، تبعيض بنسټیز کوي او ډېر فشار پر بېوزلو او له ټولنې څنډې ته شړه شوو خلکو واردوي.
عفو بینالملل له د طالبانو ادارې غوښتي چې دا مقرره سمدستي لغوه يا اصلاح کړي او د بشري حقونو له نړيوالو معيارونو سره يې همغږې کړي. دغه سازمان همدارنګه له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له لفظي غندنې تېر شي او د افغانستان د بشري حقونو د پراخو او منظم نقضونو د پای ته رسېدو لپاره عملي فشار اعمال کړي.




