په پاکستان کې د پټرولو بیه ۵۵ روپۍ لوړه شوه؛ روسي نفت ته د اسلاماباد تمه

د پاکستان د سون توکو بیې په بېساري توګه لوړې شوې دي. له نوې اعلان سره سم، د هر لیټر پټرولو بیه ۳۲۱.۱۷ روپیو ته او د ډیزلو بیه ۳۳۵.۸۶ روپیو ته رسېدلې ده. د پاکستان حکومت ویلي چې د دواړو ډولو سون توکو بیه ۵۵ روپۍ زیاته شوې ده؛ یوه پرېکړه چې د دغه هېواد د اوسېدونکو او اقتصادي کارپوهانو پراخې اندېښنې راپورته کړي دي.
د انرژۍ چارو کارپوهان وایي، پاکستان له یوې جدي انرژۍ بحران سره مخ دی چې د سون توکو د بیو له پورته کېدو راولاړ شوی، او د احتمالي فشارونو د مهار لپاره یې هیلې په روسي نفتو پورې تړلې دي. د هغوی په باور، د سیمې دوامدارې کړکېچنې هغه چارې او د نړیوالو انرژۍ بازارونو بېثباتي، اسلاماباد له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ کړې ده.
ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي، که د ایران اړوند جګړه یوې بلې اوونۍ ته وغځېږي، پاکستان ښایي اړ شي خپلې سیمهییزې تګلارې له سره وکتې او د منځنۍ آسیا هیوادونو څخه د نفتو وارداتو ته مخه کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې وروستي جیوپولیټیک بدلونونه د انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز لري.
علي پروېز ملک، د پاکستان د پټرولیم وزیر، ویلي دي چې د سیمې وروستي بدلونونه او د نړیوال انرژۍ بازار بېثباتي حکومت دې پرېکړې ته اړ کړی دی. د هغه په وینا، د سون توکو د بیو زیاتوالی د نړیوالو حالاتو انعکاس دی.
په همدې حال کې، د پاکستان د سوداګرۍ شورا اټکل کړی چې د نړیوالو نفتو د بیې په هر ۱۰ ډالرو زیاتوالي سره، د دغه هېواد د روان حساب کسر ۱.۵ تر ۲ میلیارده ډالرو پورې لوړیږي؛ هغه وضعیت چې کیدای شي جدي اقتصادي پایلې ولري.




