اقتصادمهم خبرونه

په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمریز برښنا فابریکې د جوړولو کار پیل شو

د برشنا شرکت اعلان کړی چې د «عزیزی انرژي» شرکت په همکارۍ به په غزني ولایت کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمریز برښنا د تولید فابریکې د جوړولو کار پیل شي. د دې شرکت په وینا، ټاکل شوې ده دا پروژه د راتلونکو دوو کلونو په موده کې بشپړه او د کارونې لپاره چمتو شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د برشنا شرکت له لوري خپره شوې، ویل شوي چې دغه فابریکه د هېواد د نوې کېدونکو انرژیو د پراختیايي پروګرام یوه برخه ده. چارواکي وایي چې د دې پروژې له بشپېدو وروسته به د اړوندو سیمو د برښنا یوې برخې اړتیاوې پوره شي.

برشنا شرکت دا هم ویلي چې د لمریز برښنا د ۱۵ نورو پروژو تړونونه یې هم لاسلیک کړي دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دغو ټولو پروژو ګډ ظرفیت له ۷۰۰ مېګاواټه زیات ښوول شوی دی.

افغانستان په وروستیو کلونو کې له د برښنا له کمښت او د انرژۍ له وارداتو پراخې تکیې سره مخ دی. د کورنیو سرچینو، په ځانګړي ډول د لمریزې برښنا تولید، چې د هېواد د جغرافیایي موقعیت له مخې د پام وړ ظرفیت لري، کولای شي د دې تکیې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button