د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د ایران او پاکستان لخوا د افغان مهاجرينو نیونې او شړنې روانې دي

د ایران امنیتي چارواکو تایید کړې چې ۲۳۰ افغان مهاجرین چې د اقامت اسناد یې نه لرل، د سیستان و بلوچستان ولایت په نیمروز او زهک ولسوالیو کې د دغه هېواد د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د نیمروز د امنیت آمر حسین میرصوفي ویلي، دا نیونې د «ټولنیزې امنیت د لوړولو د طرحې» په چوکاټ کې ترسره شوې دي. د ایران د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د دې عملیاتو پر مهال ۵ تنه د غلا او ۱۳ تنه نور د نشه‌يي توکو د کارونې یا خرڅلاو په تور نیول شوي دي.

میرصوفي زیاته کړه چې د دې وروستیو عملیاتو پر مهال، پولیسو ۱۳ بېلابېل وسایط هم ضبط کړي دي. ایراني چارواکي هغه افغان مهاجرین چې قانوني اسناد نه لري، «غیرقانوني بهرني اتباع» بولي.

دا اقدامات په داسې حال کې پراخ شوي چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغان مهاجرینو ایستل چټک شوي دي. د طالبانو د حکومت د مهاجرینو چارو عالي کمېسیون راپور ورکړی چې یوازې د سه‌شنبې په ورځ، د عقرب په ۲۷مه نېټه، له تورخم، سپین‌بولدک، اسلام‌قلعه او پل ابریشم دروازو څخه له ۷۰۷۰ زیات افغان مهاجرین له پاکستانه ایستل شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم پاکستان له خپل خاورې نه شاوخوا ۷۸۰۰ افغان تابعین په زور وایستل. په سیمه کې د افغان مهاجرینو پر وړاندې زیاتېدونکي فشارونه، د بېرته راستانه کېدو او ادغام لپاره د هر اړخیز پلان له نشتوالي سره، بې‌ځایه شوو کورنیو ته ستر بحران پېښ کړی. د طالبانو اداره هم، له دې پرته چې د مهاجرینو شمېر ثبت کړي، تر اوسه د هغوی د وضعیت د سمون لپاره هېڅ ستراتیژیک طرح وړاندې کړې نه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button