اقتصادمهم خبرونه

د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې لومړی پړاو ۹۸ سلنه بشپړ شوی

د عامه ګټو وزارت خبر ورکړی چې د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې لومړي پړاو ساختماني کارونه له ۹۸ سلنې ډېر بشپړ شوي او هڅې روانې دي چې پروژه په بشپړه توګه بشپړه شي. دغه پټلۍ د هېواد له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي چې د هرات ولایت له لارې افغانستان د ایران د اورګاډي له شبکې سره نښلوي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه په څلورو برخو وېشل شوې چې درې برخې یې مخکې بشپړې شوې دي. څلورمه برخه دوه پړاوونه لري او اوس په دواړو پړاوونو کې کار روان دی. د عامه ګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې د پاتې کارونو تر بشپړیدو وروسته به سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

دغه ریلي لاره د ایران له خواف ښار څخه پیل کېږي او د افغانستان لوېدیځ ته، د هرات تر ښار پورې رسېږي. هرات د خپلې جغرافیایي موقعیت له مخې د هېواد له مهمو ترانزیټي نقطو څخه ده، او له سیمه‌ییزو شبکو سره یې نښلېدل د افغانستان سیمه‌ییز تجارت پیاوړی کولی شي.

اقتصادي کارپوهان وایي، د اوسپنې پټلۍ کارونه د سړک له لارې د مالونو د لېږد په پرتله د وخت او لګښت کموالی رامنځته کوي. اقتصادي شنونکي سید مسعود ویلي چې دا لاره کولی شي افغانستان د ایران له لارې له ترکیې او همدارنګه له ازادو اوبو، د فارس له خلیج او د چابهار له بندر سره ونښلوي، او له بلې خوا د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ سره د وصلېدو له لارې د سیمې د پراخې همکارۍ زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، سره له دې چې په ایران کې وروستیو کړکېچونو او د وارداتو د احتمالي بندېدو په اړه اندېښنې رامنځته شوې، د طالبانو د ادارې مسوولین وايي چې د خواف–هرات له لارې د سوداګریزو توکو لېږد په عادي ډول روان دی. د دې ادارې د ویاند په وینا، یوازې په یوه ورځ ۹۴ واګون مالونه د هرات روزنک تمځای ته رسېدلي او سلګونه نور واګونونه د افغانستان پر لور په خوځښت کې دي.

په هر حال، د دې ډول پروژو مؤثره ګټه اخیستنه روڼ مدیریت، دوامدار پلان جوړونې او له سیمې هېوادونو سره رغنده تعامل ته اړتیا لري؛ داسې موضوع چې د هېواد د اقتصاد لپاره په اوسني حالت کې حیاتي ارزښت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button