اسرائيلي ځواکونه د حزبالله د بریدونو وروسته له الخیام څخه شا ته تللي

د لبنان حزبالله ويلي، د څو پوځي عملياتو وروسته اسرائيلي ځواکونه له جنوبي لبنان د پولو له ښار الخیام څخه شا ته تللي دي. د دې ډلې په وينا، د دغو نښتو پر مهال د عین زیتیم پوځي اډه هم تر برید لاندې راغلې ده.
د سيمهييزو رسنيو د راپور له مخې، حزبالله ويلي چې اسرائيلي ځواکونو تر جګړې وروسته خپل پاتې تجهيزات او سرتېري د الحمامص لوړيو ته لېږدولي دي. يادې ډلې ټينګار کړی چې په دې عملياتو کې اسرائيلي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې او نښتې د بيان تر خپرېدو دوام درلود.
په همدې لړ کې حزبالله ويلي چې د عین زیتیم اډه، چې د صفد ښار په شمال کې د دوو پوځي لواګانو د قوماندانۍ مرکز بلل کېږي، د څو بېپيلوټه الوتکو له خوا په نښه شوې ده.
همدارنګه، په يو بل جلا بيان کې ويل شوي چې د «رافائل» نظامي صنايعو کمپلکس، چې د عکا ښار په جنوب کې موقعيت لري، هم د بېپيلوټه الوتکو د برید هدف ګرځېدلی دی. دا شرکت د دفاعي تجهيزاتو د توليد په برخه کې فعاليت کوي.
حزبالله د چهارشنبې په ورځ هم د اسرائيلي ځواکونو پر ضد د خله وادي العصافير په سيمه کې د راکټي برید خبر ورکړی و. په وروستيو مياشتو کې د لبنان جنوبي سرحدونو په اوږدو کې تاوتريخوالی زيات شوی او نښتې د دواړو خواوو تر منځ دوام لري.




