ټولنه‌یزمهم خبرونه

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۱ میلیونه افغانانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې په افغانستان کې ۲.۱ میلیونه کسانو ته د څښاک پاکو اوبو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده. دا اداره وایي، دغه اقدام د خلکو د پراخو اړتیاوو او د اوبو او حفظ‌الصحې د برخې د پیاوړتیا په هدف ترسره شوی دی.

یونیسف د پنجشنبې په ورځ، د کب په ۱۴مه، په یو پیغام کې زیاته کړې چې له دې ډلې سربېره له یو میلیون زیات کسان هم د روغتیايي خدماتو له اسانتیاوو برخمن شوي دي. د دې ادارې په وینا، ۲.۷ میلیونه کسانو ته د حفظ‌الصحې او د مینځلو وسایل هم ورکول شوي دي.

له دې سره، یونیسف ویلي چې د ۵۱ ښوونځیو او ۳۲ روغتیایي مرکزونو ملاتړ یې کړی دی. دغه مرستې په دې سیمو کې د اوبو او حفظ‌الصحې اړوند خدمات هم رانغاړي.

په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو کموالی د هېواد په ګڼو سیمو کې یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي؛ داسې ستونزه چې د خلکو پر روغتیا، د ماشومانو پر زده کړو او د کورنیو پر ژوند نېغ اغېز لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button