مهم خبرونهنړیوال

د عراق اسلامي مقاومت د بې‌پیلوټه او توغندیو ۲۹ بریدونه اعلان کړل

د «عراق اسلامي مقاومت» ویلي چې د تېرې ۲۴ ساعتو په موده کې یې ۲۹ جلا عملیات ترسره کړي دي، چې په دغو بریدونو کې لسګونه بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي د هغو «دښمن اډو» پر ضد کارول شوي چې یادې ډلې د عراق او سیمې په کچه نومولي دي. دا خبر د «الاعلام الحربي» رسنیز مرکز خپور کړی، خو د احتمالي تلفاتو یا مالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

له دې پرمختګونو سره هممهاله، د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي له د ایران د ملي امنیت عالي شورا مرستیال علي باقري سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه بحث کړی دی. د راپورونو له مخې، دواړو لورو د کړکېچ د مهار لارو چارو د ارزونې پر موضوع تمرکز کړی دی.

الاعرجي ټینګار کړی چې بغداد له بېلابېلو اړخونو سره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې ته دوام ورکوي تر څو د بحران د پراخېدو مخه ونیول شي، کړکېچونه راکم او د خبرو اترو بهیر پیاوړی شي.

نوموړي دا هم ویلي چې د عراق لومړی وزیر او د وسله‌والو ځواکونو عمومي قوماندان، محمد شیاع السوداني، د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي هوکړې پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی او امر یې کړی چې اجازه ور نه کړل شي څو د عراق له خاورې څخه د ایران د پولو د نفوذ یا وسله‌والو عملیاتو لپاره کار واخیستل شي. د ده په وینا، عراقي چارواکي ژمن دي چې له هر هغه اقدام څخه مخنیوی وکړي چې د دې هوکړې له مفادونو سره په ټکر کې وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button