سياستمهم خبرونه

د طالبانو او روسي استازو ترمنځ د پاکستان له کړکېچ سره د اړیکو په تړاو خبرې شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې سفارت په مسکو کې اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له مولوي ګل حسن حسن، چې په روسیه کې د طالبانو د ادارې استازی دی، سره لیدنه کړې او د دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو تحولاتو په اړه یې خبرې کړي دي.

د دې سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه بحث کړی دی. د همکاریو د برخو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې سیاسي اړیکې او دوه اړخیز تعاملات د خبرو اصلي محور و.

په دې لیدنه کې، د طالبانو د ادارې استازي د دې ادارې رسمي دریځ د روسي لوري سره شریکه کړې، چې پکې یې د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم د نقض موضوع یاده کړې ده. په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او دا موضوع د سیمه‌یزو بحثونو یو مهم ټکی ګرځېدلی دی.

له بلې خوا، ضمیر کابلوف ټینګار کړی چې اختلافونه باید د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې حل شي، او ویلي یې دي چې روسیه چمتو ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو او د ستونزو د حل لپاره د منځګړیتوب رول ولوبوي.

روسیه په داسې حال کې د منځګړیتوب خبره کوي چې د طالبانو اداره تر اوسه د هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، او له دې ادارې سره سیاسي تعاملات تر ډېره د عملي او سیمه‌یزو اړیکو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button