لاوروف: ایران د امريکا لپاره د جګړې د پای پیغام نه دی لېږلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې ایران د جګړې د پای لپاره امریکا ته هېڅ پیغام نه دی لېږلی او دا مهال یې ټول تمرکز پر خپل دفاع کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې مسکو له خپلو شریکانو سره هڅه کوي داسې فضا رامنځته کړي چې پر ایران د هر ډول پوځي عملیاتو ترسره کول ناممکن کړي.
د ریا نووستي د راپور له مخې، لاوروف ټینګار وکړ چې روسیه د منځني ختیځ د کړکېچ پر مهال له هر ډول ملکي تلفاتو سره خپله خواخوږي څرګندوي او خبرداری یې ورکړ چې روان وضعیت کولی شي د سیمې او نړیوال اقتصاد لپاره پراخې پایلې ولري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې حتی د امریکا دننه هم د ایران پر ضد د عملیاتو د حقیقي موخو په اړه بېلابېل نظرونه شته. د هغه په وینا، د امریکا او اسرائیلو له اقداماتو څخه یو هدف دا کېدای شي چې د منځني ختیځ هېوادونو تر منځ اختلافونه زیات کړي.
لاوروف لوېدیځ هم تورن کړ چې په منځني ختیځ کې یې د مثبتو پرمختګونو مخه نیولې او د «وویشه او حکومت وکړه» له تګلارې سره عمل کوي. هغه دا هم وویل چې ناټو ورو ورو د ایران پر ضد جګړې ته راکښل کېږي.




