د ملا محمدحسن آخوند د آيتالله خامنهاې د شهادت په تړاو د تسليت پيغام

د ايران اسلامي جمهوريت سفارت په کابل کې اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت رئيسالوزراء ملا محمدحسن آخوند د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان په نوم د يو پيغام له لارې د ايران اسلامي جمهوريت د مشر آيتالله خامنهاې د شهادت له امله خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ، د حوت په ۱۴مه، د ټولنيزې شبکې ايکس له لارې د ياد پيغام د استولو خبر ورکړی دی. د اعلاميې له مخې، دا د تسليت پيغام د وروستيو پېښو په غبرګون او د ايران له حکومت او ملت سره د همدردۍ د څرګندولو په موخه لېږل شوی دی.
آيتالله خامنهاې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د امريکا متحدو ايالاتو او اسراييل د لومړۍ څپې بريدونو پر مهال شهيد شو. د ايران چارواکو له دې وړاندې د دې پېښې جزئيات تأييد کړي وو.
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه جلا رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې، خو د دې ادارې يو شمېر چارواکو د ايراني چارواکو سره په ټليفوني اړيکو او حضوري ليدنو کې خپله خواخوږي او تسليت څرګند کړی دی.




