په چهاربرجک ولسوالۍ کې ۱۱ جریبه د کوکنارو کرونده له منځه یووړل شوه

د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دې ولسوالۍ کې ۱۱ جریبه ځمکه چې پرې کوکنار کرل شوي وو، له منځه وړل شوې او له دغې کروندې پاکه شوې ده.
مولوي محمود سعید، د چهاربرجک ولسوال، ویلي چې د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د مخدرو موادو ضد آمریت کارکوونکو نن (پنجشنبه) د قلعه «فتح» په سیمه کې د کوکنارو کښت له منځه یووړ.
نوموړي زیاته کړې، دا اقدام د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین په چوکاټ کې ترسره شوی او دغه بهیر به دوام لري.
نیمروز ولایت د هېواد له سوېل لوېدیځو ولایتونو څخه دی، چې په ځینو سیمو کې یې د کوکنارو کرنه رواج لري. د طالبانو اداره په داسې حال کې د دې کمپاین د دوام خبره کوي، چې ځینې سیمهییز اوسېدونکي وړاندې د عاید بدیلو سرچینو نشتوالی او د اقتصادي ستونزو له امله د کوکنارو د کرنې د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه؛ هغه موضوع چې د کروندګرو د ملاتړ او شفافو پلانونو پلي کېدو ته اړتیا لري.




