امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو له امله تر ۶۶ زرو ډېر کسان بې‌ځايه شوي

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ويلي، د طالبانو د ادارې او پاکستان تر منځ د پوځي نښتو له امله له ۶۶ زرو څخه زيات خلک د افغانستان په پوله‌يزو ولايتونو کې له خپلو کورونو بې‌ځايه شوي دي. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د کب په ۱۴مه، په يوه راپور کې د تاوتريخوالي د زياتېدو او د هغه د مستقيمو اغېزو په اړه پر ملکي وګړو اندېښنه ښوولې ده.

د دې بنسټ په وينا، د جګړو د شدت ډېرېدو سيمه‌ييز اوسېدونکي، په ځانګړي ډول بېرته‌راستانه شوي کډوال، له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. نړيوال سازمان د کډوالۍ تاييد کړې چې د بېرته‌راستانه شويو لپاره يو ځانګړی ترانزیتي مرکز د نښتو پر مهال زيانمن شوی دی؛ دا مرکز د بېرته‌راستنېدو د بهير په مديريت او د لومړنيو خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

په راپور کې ويل شوي چې د تاوتريخوالي دوام د نويو بې‌ځايه‌توبونو، شړنو او د ګاونډيو هېوادونو څخه د خودسرانه بېرته‌راستنېدو خطر زيات کړی او هغه ولايتونه چې د پولو پر سيمو کې دي، له لا ډېرو بشري فشارونو سره مخامخ کوي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری له دغو سيمو وړاندې هم د بنسټيزو خدمتونو او امکاناتو له کموالي سره مخ وې.

سازمان زياته کړې چې يو شمېر هغه کورنۍ چې د کونړ په ولايت کې د ځمکې‌ځرکې له امله له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوې وې، اوس د تازه نښتو له کبله يو ځل بيا بې‌ځايه شوې دي. د دغو کورنيو د بيا بې‌ځايه‌توب تکرار جدي بشري اندېښنې راپورته کړي دي.

نړيوال سازمان له ښکېلو لورو، په ځانګړي ډول د طالبانو له ادارې، غوښتي چې له ملکي وګړو څخه د هدف اخیستو ډډه وکړي او د ملکي زېربناوو ساتنه په لومړيتوب کې راولي. خو د نښتو دوام يو ځل بيا دا اندېښنې راپارولې چې د طالبانو اداره د پوله‌يزو سيمو د امنيت په ټينګولو او د ملکي وګړو د خونديتوب په برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button