روغتيامهم خبرونه
په سمنګان کې د ناروې په مالي مرسته نوی روغتيايي مرکز پرانيستل شو

په سمنګان ولايت کې د رباتک کلي لپاره يو نوی روغتيايي مرکز د ناروې هېواد په مالي ملاتړ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعاليت کوي، دا مرکز د پنجشنبې په ورځ د حوت په ۱۴مه پرانيستل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د دغه مرکز د جوړېدو لګښت دوه ميليونه افغانۍ اعلان شوی دی. د مرکز ودانۍ پنځه خونې لري او د سيمې اوسېدونکو ته د لومړنيو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره جوړه شوې ده.
ويل شوي چې تر اوسه له زر زيات کسان د دې روغتيايي مرکز له خدمتونو ګټه اخيستې ده. د کليوالو سيمو لپاره د روغتيايي مرکزونو جوړول د دې له امله مهم ګڼل کېږي چې ډېری سيمې له روغتيايي خدمتونو سره د کمښت ستونزې لري او دا د اوسېدونکو له بنسټيزو اړتياوو شمېرل کېږي.




