پزشکیان: د سيمې د هېوادونو حاکميت ته درناوی لرو

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د سيمې د هېوادونو له مشرانو سره په يو پيغام کې ويلي چې تهران هڅه کړې ده د ګاونډيو هېوادونو په همکاري او د ډيپلوماسۍ له لارې د جګړې د رامنځته کېدو مخه ونيسي، خو د «امريکايي ـ صهيونيستي پوځي بريد» له امله دې هېواد اړ شوی چې خپل دفاعي اقدامات ترسره کړي.
پزشکيان دا څرګندونې په خپل ایکس حساب کې خپرې کړې او د «دوستو او ګاونډيو هېوادونو مشرانو» ته په خطاب کې يې زياته کړې چې ايران لا هم د سيمې د هېوادونو حاکميت ته درناوی لري.
هغه ټينګار کړی چې د تهران له نظره، د سيمې ثبات او امن بايد د هماغه هېوادونو لهخوا تأمين شي او ايران لا هم په همدې دريځ باور لري.
دغه پيغام په داسې حال کې خپور شوی چې په وروستيو ورځو کې د ايران او امريکا ترمنځ کړکېچ د امريکا او اسرایلو له پوځي تېري وروسته زيات شوی او د سيمې پېښې د بېلابېلو لوبغاړو لهخوا له نږدې څارل کېږي.




