سياستمهم خبرونه

علي‌خېل: پاکستان هڅه کوي افغانستان د ترورېزم پناهځای وښيي

نجيب‌الله علي‌خېل، د افغانستان پخواني سفير په پاکستان کې، د دغه هېواد د وروستيو هوايي بريدونو په اړه ويلي چې اسلام‌اباد هڅه کوي افغانستان د «ترورېزم ځاله» او ځان د «ترورېزم قرباني» په توګه معرفي کړي، تر څو خپله استخباراتي روايت نړيوالې ټولنې ته ومني.

ده وويل، پاکستان هڅه کوي داسې ذهنيت رامنځته کړي چې ګواکې د ترورېزم ريښې په افغانستان کې دي، حال دا چې د ده په باور، تندلاري ډلې د پاکستان لپاره کوم ستراتيژيک ګواښ نه، بلکې د دې هېواد د بهرنۍ پاليسۍ وسيله ده.

علي‌خېل څرګنده کړه چې د پاکستان اصلي اندېښنه له مذهبي ډلو نه، بلکې د يو ځواکمن او ملي يووالي لرونکي افغانستان له جوړېدو سره ده؛ داسې افغانستان چې پکې د پښتنو او بلوچو ملي غورځنګونه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په مدني بڼه دوام ومومي.

هغه دا هم وويل چې د وروستيو بريدونو بل هدف دا دی چې د افغانستان د امنيتي وضعيت بې‌ثباته انځور وړاندې کړي، څو د سيمې هېوادونه د افغانستان له لارې د بديل تجارتي لارو د کارولو پر ځای له پاکستان سره د ترانزيټ تړاو وساتي.

دغه پخواني ديپلومات زياته کړه چې اسلام‌اباد هڅه کوي د پوځي فشارونو په زياتولو سره د طالبانو اداره دې ته اړ کړي چې د پاکستان د غوښتنو منلو ته چمتو شي، په تېره بيا د تحريک طالبان پاکستان (TTP) په تړاو، او همدارنګه خپلې اړيکې له هند سره له سره وارزوي.

د علي‌خېل په باور، اوسني تنشونه يوې نوې او پېچلې مرحلې ته داخل شوي او د دواړو خواوو ترمنځ د باور فضا د پخوا په پرتله لا تروړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې يوه روښانه او ملي تګلاره د ګاونډيانو سره د اړيکو د مديريت او امنيتي ګواښونو د مهارولو لپاره وړاندې کړي، چې له امله يې اندېښنې زياتې شوې دي چې ښايي پر افغانستان يو بل جبري بحران تحميل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button