مهم خبرونهنړیوال

اسراييلي رسنيو د امريکايي سرتېرو د ټپي کېدو راپور ورکړی

د اسراييلي رسنيو په وينا، د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د وروستيو کړکېچونو پر مهال يو شمېر امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي. د قدس شبکې د راپور له مخې، چې د يو عبرې ژبې پلېټفارم «حدشوت لوتستزورا» څخه يې نقل کړی، دا پېښه يو «استثنايي حالت» بلل شوې ده.

د راپور پر بنسټ، ايراني ځواکونو په خپلو وروستيو بريدونو کې څو امريکايي سرتېري په نښه کړي چې له امله يې يو شمېر ټپيان شوي دي. خو د ټپيانو دقيق شمېر او د پېښې ځای تر اوسه رسمي نه دی تأييد يا تشريح شوی.

د عبرې ژبې دغه سرچينې د بريدونو د څرنګوالي او د امريکايي سرتېرو د روغتيايي وضعيت په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي، او د متحده ايالاتو او ايران رسمي چارواکو تر د دې خبر تر خپرېدو پورې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د سيمه ييزو تحولاتو د حساسې وضعې او د امريکايي ځواکونو د شتون له امله، دا ډول راپورونه معمولاً پراخ رسنيز پام جلبوي، خو د پېښو د دقيقو اړخونو څرګندېدو لپاره د رسمي او خپلواکو سرچينو تأييد اړين بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button