په کندهار کې د نرخونو د خودسرې لوړېدو له امله څو دوکانونه تړل شوي

د کندهار ښاروالۍ ویاند وايي چې د ښار په یو شمېر سیمو کې څو دوکانونه د خوراکي توکو د خودسرې بیې لوړولو له امله د ښاروالۍ د نظارت ډلې له خوا تړل شوي دي.
سیفالله عاصم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا اقدام وروسته له هغه ترسره شو چې ځینو پلورونکو له ټاکل شوي نرخ پرته د خوراکي توکو بیې لوړې کړې وې. د هغه په وینا، د ښاروالۍ د نظارت ډلې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د دوکانونو پر فعالیتونو څارنه کوي.
عاصم زیاتوي چې د بیو د کنټرول کمپاین به د کندهار په بازارونو کې دوام ولري او د ښاروالۍ اداره هڅه کوي چې د لومړنیو توکو د بېکچې لوړېدو مخه ونیسي.
په داسې حال کې چې د کندهار اوسېدونکي د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي شکایت کوي، د طالبانو تر ادارې لاندې د بیو د کنټرول د بهیر څرنګوالی او شفافیت د خلکو له لوري تل تر پوښتنې لاندې نیول شوی دی. ډېری نويږي چې عادلانه او اغېزمنه څارنه کولای شي د کورنیو پر اقتصادي فشارونو کې د زیاتېدو مخه ونیسي.




