مهم خبرونهنړیوال

اوچا: د سرحدي شخړو له امله په خیبرپښتونخوا کې مکتبونه او بازارونه تړل شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوامدارې نښتې د خیبرپښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د مکتبونو او بازارونو د تړل کېدو لامل شوې دي. د دې ادارې په وینا، د دغه سیمو د اوسېدونکو ورځنۍ چارې سختې ګډوډې شوي دي.

په ورته وخت کې، د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو دوام د افغان ستنېدونکو وضعیت لا نور هم کړکېچن کړی دی. دغه بنسټ د اندېښنې څرګندونه کړې، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی کولای شي د ستنېدونکو د استوګنې بهیر او د بنسټیزو خدمتونو لاسرسی له جدي ننګونو سره مخ کړي.

اوچا زیاته کړې، چې په ځینو سیمو کې د بشري مرستو د انتقال او وېش لړۍ هم ځنډول شوې، چې دا کار به د زیان‌منو کورنیو پر وضعیت مستقیم اغېز ولري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې دا مهال اتمې ورځې ته رسېدلې، خو تر اوسه د تاوتریخوالي د کمېدو یا د یو سوله‌ییز حل څرګند نښې نه لیدل کېږي. د دې حالت دوام د بشري او امنیتي عواقبو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر ستنېدونکي افغانان د هېواد دننه هم له اقتصادي ستونزو او د اساسي خدمتونو له کمښت سره مخ دي، او نیوکوونکو بیا بیا له طالبانو غوښتنه کړې، ترڅو د سرحدي کړکېچونو د مدیریت او د وګړو د امنیت د تأمین لپاره مؤثر او روڼ ګامونه واخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button