د اسرایيلي رسنۍ ادعا: د امريکا يو اف-۱۵ جنګي الوتکه د ايران لوېديځ کې غورځېدلې

د اسرایيلو د ۱۴ تلويزيون شبکې راپور ورکړی چې د امريکا يوه اف-۱۵ جنګي الوتکه د ايران په لوېديځ کې د دفاعي سيستمونو له خوا په نښه شوې او غورځېدلې ده. دغه رسنۍ د پېښې دقيق وخت او مشخص ځای په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.
په راپور کې همداراز ويل شوي چې د الوتکې د خلبان د برخليک په اړه – چې نيول شوی او که ژغورل شوی دی – هېڅ ډول معلومات نه دي خپاره شوي او دا موضوع لا هم نامعلومه ده.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې درې د اف-۱۵ ډول امريکايي جنګي الوتکې د کوېت په فضا کې غورځېدلې دي. د خاتمالانبيا قومندانۍ ويلي وو چې دا الوتکې د ايران د اسلامي جمهوريت د پولو ته څېرمه تعقيب او هدف ګرځول شوې وې.
خو د امريکا د مرکزي ځواکونو قومندانۍ ادعا کړې وه چې دا الوتکې د خپل اور (Friendly Fire) له امله غورځېدلې دي. تر اوسه د امريکا او ايران رسمي چارواکو د اسرایيلو د ۱۴ شبکې نوي راپور ته هېڅ علني غبرګون نه دی ښوولی.




