پاکستان ادعا کوي: د طالبانو ۲۲۶ مرکزونه ويجاړ او سلګونه جنګيالي وژل شوي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اعلان کړی چې د «غضبالحق» په نوم پوځي عملیاتو کې د افغانستان د طالبانو ۴۸۱ غړي وژل شوي او ۶۹۶ نور ټپیان شوي دي. د ده په وینا، په دغو عملیاتو کې سلګونه د طالبانو اړوند پوستې هم ویجاړې او نیول شوې دي.
عطاالله ترار د چهارشنبې په ورځ، د حوت په ۱۳مه، په خپل رسمي ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې لیکلي چې د پاکستاني ځواکونو لخوا ۲۲۶ د طالبانو پوستې تخریب او ۳۵ نورې پوستې نیول شوې دي. ده همدارنګه ادعا کړې چې ۱۹۸ ټانکونه، زغرهوال موټر او د توپخانې وسایل د طالبانو له خوا له منځه تللي دي.
دغه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو اداره تېره ورځ د پاکستان سره په نښتو کې د پراخو تلفاتو راپور ورکړی و. د دې ادارې چارواکو ویلي، په دغو نښتو کې ۱۱۰ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
په عین وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) هم اعلان کړی چې د پاکستان له خوا د افغانستان پر ځینو سیمو د بریدونو له امله ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې ښيي چې ملکي وګړي یو ځل بیا د دواړو غاړو د نظامي شخړو قرباني شوي دي.
د پاکستان او د طالبانو د ادارې تر منځ د نښتو زیاتوالی د پولو سیمو د امنیتي وضعیت او د اوسېدونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي؛ هغه موضوع چې تل د دواړو خواوو له لوري د وضاحت او حساب ورکولو غوښتنه کېږي.




