د غزني شيعه اوسېدونکو د پاکستان وروستي بريدونه غندلي

د غزني ولايت يو شمېر شيعه اوسېدونکو د ولسي غونډې له لارې د پاکستان وروستي پوځي بريدونه پر افغانستان غوڅ غندلي او د هېواد د امنيتي ځواکونو ملاتړ يې اعلان کړی دی.
د دغې غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې هغه څه چې «تيريزو کړنې» يې وبللې، يادې کړې او ټينګار يې وکړ چې د دا ډول بريدونو دوام به د دواړو هېوادونو امنيتي حالت او اړيکې لا پسې پېچلې کړي. هغوی له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع لپاره په کلکه عمل وکړي.
په دې غونډه کې له اسلاماباده هم غوښتنه وشوه چې د افغانستان په وړاندې خپلې پاليسۍ له سره وکتل شي. ويناوالو ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د اختلافاتو د حل يوازينی لاره د متقابلو خبرو او درناوي له لارې موندل کېدای شي، نه د پوځي اقداماتو له لارې.
غزني د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه دی چې د بېلابېلو قومونو او مذهبونو خلک پکې اوسېږي او په تېرو کلونو کې يې څو ځلې د امنيتي پېښو شاهدی ورکړې ده.




