سياستمهم خبرونه

د اميرخان متقي او د چين د سفير ليدنه د پاکستان له وروستيو پوځي کړکېچونو سره تړاو لري

اميرخان متقي، د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزير، د کابل په ښار کې د چين له سفير جاو شينګ سره د طالبانو تر ادارې لاندې ځواکونو او د پاکستان تر منځ د وروستيو پوځي کړکېچونو په تړاو خبرې کړې دي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د حوت په ۱۳مه، اعلام وکړ چې په دې ليدنه کې د پاکستان بريدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتيا تېری بلل شوي دي.

د وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې متقي ټينګار کړی، د افغانستان حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا «بنسټيز اصل» دی او د سيمې د ثبات او د هيوادونو تر منځ د باور د پياوړتيا لپاره د دې اصل مراعت اړين دی. نوموړي زياته کړې چې د پولو ساتنه او د کړکېچ د پراخېدو مخنيوی، د ګاونډيو هېوادونو له ګډو مسئوليتونو څخه شمېرل کېږي.

پر همدې مهال، د چين سفير ټينګار کړی چې اختلافات بايد د خبرو اترو او ديپلوماټيکو اړيکو له لارې حل شي. د ده په وينا، دوامداره بې‌ثباتي د هېڅ اړخ په ګټه نه ده او بايد د سياسي لارو چارو له لارې د کړکېچ د کمېدو هڅه وشي.

جاو شينګ همدارنګه ويلي چې ځينې «بهرني عناصر» هڅه کوي د سيمې ثبات او پرمختګ ته زيان ورسوي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ادارې او پاکستان تر منځ پوله‌ييز کړکېچونه داسې مهال دوام لري چې د دغو اختلافونو د مديريت لپاره يو روښانه او ځواب‌ويونکی ميکانيزم نه‌شته. دا حالت د پولو سيمو د اوسېدونکو د امنيتي اندېښنو د زياتېدو لامل شوی دی. کارپوهان څو ځله ويلي چې د وخت ناوخت نښتې کولای شي د دواړو غاړو د خلکو پر اقتصادي وضعيت او د تګ راتګ پر چارو منفي اغېزه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button