هيله نجيبالله: نړيواله سياست نوې مرحلې ته داخل شوی دی

هيله نجيبالله، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيبالله لور، د متحده ايالاتو د وروستي دريځ په غبرګون کې ويلي چې نړيواله سياست نوې مرحلې ته داخل شوی دی؛ داسې مرحله چې د هغې په وينا، لوی قدرتونه په سختو حالاتو کې د خپلو اتباعو اړينه مرسته نه کوي.
هغې له امريکا نيوکه کړې او ويلي یې دي چې دا هېواد خپل د ټيټ عايد اتباع جګړې ته استوي، خو کله چې هغوی د بند، يا له بحراني حالت سره مخ شي، د هغوی د ژغورلو لپاره جدي ګام نه پورته کېږي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امريکا سفارت په اورشليم کې اعلان وکړ چې دا مهال په داسې موقعيت کې نه دی چې د امريکایي اتباعو د وتلو په بهير کې مستقیمه مرسته وکړي او يا هغوی له اسراییلو بهر وباسي.
سفارت خپلو اتباعو ته ويلي چې د خپل شخصي امنيت لپاره دې خپلواکه پلان جوړ کړي او د اسرایل پرېښودو لپاره دې له نورو سرچينو او لارو ګټه واخلي. هيله نجيبالله په يوه پيغام کې ليکلي: «ښځو او سړو، د سياست يو نوی پړاو په جوړېدو دی»، هغه جمله چې د هغې په باور د نړيوالو قدرتونو د مسئوليتپذيرۍ او چلند بدلون انځور کوي.




