امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو په ننګرهار کې د پاکستان جاسوسي بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې

د طالبانو اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ادعا کړې چې د دې ډلې ځواکونو د ننګرهار ولایت د لعل‌پور ولسوالۍ په یوه پوسته کې د پاکستان د پوځ یوه کشفي بې‌پیلوټه الوتکه په نښه کړې او له منځه وړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تیره شپه د نظرخیلو لاچي په سیمه کې رامنځته شوې ده. د طالبانو د امنیتي ادارې مسوولینو ویلي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکه د دوی د ځواکونو د پوستو د معلومولو او هدف نیولو په موخه الوتله.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بې‌پیلوټه الوتکه د ډزو وروسته نسکوره شوې او اور ورته لګېدلی دی. خو تر اوسه پورې د دې ادعا د تائید لپاره کومه خپلواکه انځوریزه یا مستنده شواهد نه دي خپاره شوي او د پاکستان چارواکو هم په تړاو یې تر دې دمه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

ننګرهار ولایت چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان سره پوله لري، په تېرو کلونو کې څو ځله د پولي شخړو او امنیتي پېښو شاهد پاتې شوی دی. له دې وړاندې هم دواړو لورو یو بل د فضایي حریم د نقض او د نظامي خوځښتونو په ترسره کولو تورن کړی و، ادعاوې چې زیاتره ورته واضحو جزیاتو یا بې‌طرفه څېړنو ته اړتیا لیدل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button