د امريکا سفارت د خپلو اتباعو څخه وغوښتل چې عراق پرېږدي

په بغداد کې د متحدو ايالتونو سفارت له ټولو امريکايي اتباعو، چې په عراق کې مېشت دي، غوښتي چې تر ټولو لنډ وخت کې له دغه هېواده ووځي. دا غوښتنه وروسته له هغه شوه چې د امريکا يو شمېر سفارتونه د سيمې په بېلابېلو هېوادونو کې وتړل شول.
د الجزيرې د راپور له مخې، د امريکا سفارت په يوه اعلاميه کې ټينګار کړی چې د دې هېواد اتباع بايد د عراق پرېښودو لپاره عاجل اقدام وکړي. د دې پرېکړې د دلايلو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
تر دې مخکې، د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو کارکوونکو غوښتي وو چې د رياض په سفارت کې غير ضروري کار ترسره کوي، چې له سعودي عرب څخه ووځي.
راپورونه دا هم ښيي چې د امريکا سفارتخونې د سيمې په يو شمېر هېوادونو، لکه لبنان، اردن او کوېت، کې په وروستیو ورځو کې وتړل شوې دي. دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سيمې په ځينو برخو کې امنيتي او سياسي حالت لا هم له بېثباتۍ سره مخ دی.




