مهم خبرونهنړیوال

په کوېت کې د ایران د ډرون برید له امله شپږ امریکايي سرتېري وژل شوي

د امریکا د سی‌بی‌اس شبکې د راپور له مخې، د ایران د یوه ډرون برید په نتیجه کې، د کوېت په یوه موقتي قوماندې مرکز کې شپږ امریکايي سرتېري وژل شوي دي. دا پېښه د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ د متقابلو بریدونو او کړکېچونو په لړ کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، امریکايي سرتېري د کوېت د الشعیبه بندر ته څېرمه په یوه تاکتیکي عملیاتو مرکز کې مېشت وو، هغه ځای چې د ایران د ډرون له لوري په نښه شوی و. ویل کېږي دغه مرکز د موقتي قوماندې په توګه کارول کېده.

د امریکا پوځي چارواکو سی‌بی‌اس ته ویلي، هغه ودانۍ چې سرتېري پکې ځای پر ځای شوي وو، یو لنډمهاله عملیاتي ټریلر و او د کافي استحکام نه درلود. همدارنګه، دغه مرکز د ډرون د بریدونو د مخنیوي لپاره د هوايي دفاع سیستم نه درلود.

سی‌بی‌اس زیاتوي، تر دې دمه په رسمي توګه یوازې د څلورو امریکايي سرتېرو مړینه تأیید شوې ده. د دغه شبکې د ادعا له مخې، د ایران پورې اړوند بریدونو کې د امریکايي تلفاتو د دقیقو جزییاتو په خپرولو محدودیتونه لګول شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button