د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د امریکا د کورني امنیت وزیر د افغان کډوالو د دوسیو له نوې ارزونې خبر ورکړ

د امریکا د کورني امنیت وزیر ویلي چې د هغو کسانو د دقیقو ارزونو بهیر به دوام ولري چې د پناه‌ځایونو له پروګرامونو له لارې دې هېواد ته راغلي دي، په ځانګړي ډول د افغانستان اتباع. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې کار هدف دا دی چې د هغو ارزونو بشپړتیا او دقت معلوم شي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ په دوره کې ترسره شوې وې.

کریسټي نوئم دغه څرګندونې د امریکا د سنا د قضایي کمېټې د استماعې غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل چې د پخواني بهیر په ترڅ کې یو لړ «نیمګړتیاوې» موندل شوي دي. د هغې په وینا، اړوند اداره اوس دا ارزوي چې دغه ارزونې څنګه ترسره شوې وې څو د قانوني معیارونو او مقرراتو سره یې سمون واضح شي.

نوموړې همدارنګه د یوې پوښتنې په ځواب کې د قطر په کمپ کې د افغان وګړو د وضعیت په اړه وویل چې هره دوسیه به جلا جلا وڅېړل شي، څو څرګنده شي چې ایا یاد کسان د امریکا د قوانینو له مخې د منلو وړ شرایط پوره کوي که نه.

خو د امریکا د کورني امنیت وزیر له دې ډډه وکړه چې څرګنده تضمین ورکړي چې له دغو کسانو څخه به یو هم افغانستان ته نه استول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو افغانانو بېرته ستنېدو احتمال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، چې د پخوانیو بهرنیو ځواکونو له همکارانو سره د نیونو، شکنجو او فشارونو ګڼ راپورونه خپاره شوي، د بشري حقونو جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

له بلې خوا، د کډوالو ملاتړ کوونکو ادارو، د کانګرس یو شمېر غړو او د امریکا د پوځ متقاعد افسرانو ټینګار کړی چې ډېری افغان اتباعو د شلو کلونو پوځي حضور پر مهال له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې ده او باید د هغوی د خوندي مېشت کېدو لپاره په امریکا کې لازم شرایط برابر شي. دوی غوښتنه کړې چې د دوسیو د ارزونې بهیر باید شفاف او ګړندی شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button