پاکستان: موږ د افغانستان د رژيم د بدلون هڅه نه کوو

يو پاکستانی لوړپوړی امنيتي چارواکي د بلومبرګ خبري اژانس ته ويلي چې اسلاماباد د افغانستان د رژيم د بدلون نيت نه لري او د دغه هېواد پوځي عمليات يوازې هغه وسلهوالې ډلې نښه کوي چې د پاکستان د حکومت مخالفې دي. د ده په وينا، دا دريځ د سهشنبې، د حوت ۱۲مې نېټې په يوه خبرپاڼه کې له خبريالانو سره شريک شوی دی.
دغه پاکستانی چارواکي ټينګار کړی چې هېواد يې د بريدونو د درولو لپاره «هيڅ ډول بيړه» نه لري او تر هغې به عمليات دوام ولري چې له سرحدونو ورهاخوا ګواښونه بشپړ له منځه نه وي تللي. ده زياته کړې چې د دغو بريدونو دوام د طالبانو ادارې د ميداني اقداماتو پر پايلو پورې تړلی دی، څو وسلهوالې ډلې له منځه يوسي، او اسلاماباد د دې برخې لپاره «باور وړ ضمانت» غواړي.
په همدې حال کې، نوموړي ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸۰ هغه ځایونه نښه شوي چې له وسلهوالو ډلو سره تړاو لري، او تر ۳۰ زياتې د طالبانو پوځي پوستې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا نيول شوې دي. ده ويلي چې دغه بريدونه د وسلهوالو د زېربناوو او پناهځايونو پر ضد ترسره شوي او ملکيان يې نه دي په نښه کړي.
د طالبانو ادارې تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي وروستيو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د دفاع وزارت وياند پرون په کابل کې ادعا وکړه چې په پولهيزو نښتو کې لږ تر لږه ۱۵۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي او له ۲۰۰ زيات ټپيان شوي دي. د عنایتالله خوارزمي په وينا، د طالبانو له لوري هم ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي؛ دا ادعا لا تر اوسه د خپلواکو سرچينو له خوا نه ده تاييد شوې.
د پولهيزو نښتو او د پاکستان هوايي بريدونه اوس اوومې ورځې ته رسېدلي او د دواړو لوريو ترمنځ تاوتريخوالی يو نوي پړاو ته داخل کړی دی. د اسلاماباد او د طالبانو د ادارې اړيکې له هغه را وروسته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بيا واک ته ورسېدل، د پاکستان د لومړني ملاتړ سره سره، په دوامداره ډول خرابې شوې دي.
پاکستان څو ځله د طالبانو ادارې تورنه کړې چې د تحريک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او د بلوڅ ازادۍپال پوځ په څېر ډلو د مهارولو په هڅو کې پاتې راغلې ده. د ټيټيپي د بريدونو زياتوالی په پاکستاني ښارونو کې، په تېره بيا د تېرې مياشتې په اسلاماباد کې د يوه مرګوني جومات چاودنه، پر طالبانو فشارونه زيات کړي چې د دغو ډلو د فعاليتونو په اړه ځواب ووايي.
د دې حالت دوام د پولهيزو سيمو د ناامنۍ د پراخېدو او د هغې د اغېزو په اړه د دواړو غاړو د اوسېدونکو اندېښنې زياتې کړې دي؛ يو داسې موضوع چې لا تر اوسه ورته عملي او دواړو لوريو ته د منلو حل نه دی موندل شوی.




