په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ سوداګري زیاته شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان او پنځو منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده. د آخوندزاده عبدالسلام جواد په وینا، افغانستان په دغه کال کې له ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغیزستان او ترکمنستان څخه د دوه میلیاردو ډالرو څخه زیات توکي وارد کړي او په بدل کې یې شاوخوا ۲۱۶ میلیونه ډالر توکي دغو هېوادونو ته صادر کړي دي.
دا شمېرې ښيي چې د افغانستان د بهرني تجارت توازن لا هم د وارداتو په ګټه دروند دی، چې په اوږدمهال کې کولای شي د هېواد اقتصادي انحصار زیات کړي. سره له دې، د طالبانو د ادارې چارواکي د سوداګرۍ د کچې لوړوالی یو پرمختګ بولي.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان او سوداګر وایي، د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا کولای شي د کورنیو تولیدوونکو لپاره نوې فرصتونه رامنځته کړي او د افغان توکو لپاره نوي بازارونه پرانیزي. هغوی ټینګار کوي چې د دغو فرصتونو اغېزمنه ګټه اخیستنه د روڼو پلانونو، د خصوصي سکتور عملي ملاتړ او د صادراتي خنډونو د کمولو اړتیا لري.
په وروستیو میاشتو کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له درېدلو سره هممهاله، د هېواد ګڼ شمېر سوداګرو د منځنۍ آسیا بازارونو ته مخه کړې ده. د دوی په وینا، د بدیلو سوداګریزو لارو جوړېدل سبب شوي چې تر یوه حده نوې ملګرتیاوې او د صادراتو نوي بازارونه وموندل شي، خو اقتصادي فعالان غواړي چې د صادراتو د پیاوړتیا لپاره د طالبانو اداره ثابته سوداګریزه تګلاره او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.




