دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د بشري حقونو بنسټونو د افغانستان د سرکوب د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ

یو شمېر د افغانستان د مدني ټولنې سازمانونو او نړیوالو د بشري حقونو بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د یو شپېتمې غونډې د ترسره کېدو تر مهاله، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه بنسټونه وايي، د طالبانو تر واک لاندې د سرکوب او محدودیتونو کچه په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې او نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي.

په یوه اعلامیه کې چې د سه‌شنبې په ورځ، د حوت په ۱۲مه خپره شوې، ویل شوي چې له څلور نیمو کلونو وروسته له هغه چې طالبان یو ځل بیا واک ته رسېدلي، دغه ډله خپلې سرکوب‌ګرې تګلارې په یوه سیسټماتیک او بنسټیز ډول پراخې کړې دي. د اعلامیې لاسلیک‌ کوونکي وايي، هغه نوي فرمانونه او مقررات چې د طالبانو له خوا خپرېږي، له نړیوالو د بشري حقونو له منل شوو معیارونو سره په ټکر کې دي او د سختو تنبیهي میکانېزمونو له لارې عملي کېږي.

دغه بنسټونه ټینګار کوي چې د افغانستان د مدني ټولنې د دوامدارو هڅو، نړیوالو د بشري حقونو سازمانونو، د ملګرو ملتونو د ځانګړو میکانېزمونو او یو شمېر دولتونو له هڅو سره سره، د بشري حقونو وضعیت نه‌ یوازې ښه شوی نه‌دی، بلکې په وروستیو میاشتو کې په څرګند ډول خراب شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو اداره له ۲۰۲۱ کال راهیسې ډېری هغه حقوقي چوکاټونه او پالیسي‌ګانې لغوه کړې، چې پخوا د وګړو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب لپاره تصویب شوې وې. د دغو سازمانونو په باور، دغه اقدامات د افغانستان له نړیوالو تعهداتو سره په تضاد کې دي.

لاسلیک کوونکي یادونه کوي چې افغانستان لا هم د نړیوالو سندونو پر بنسټ، لکه د ملکي او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، د شکنجې ضد کنوانسیون، د نژادي تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون، د ښځو پر وړاندې د تبعیض د رفع کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون، او د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو کنوانسیون له مخې، د بشري حقونو د مراعات او عملي کولو مکلفیت لري.

دغه سازمانونه له د ملګرو ملتونو له بشري حقونو شورا څخه غوښتي چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه جدي دریځ خپل کړي او مؤثر اقدامونه ترسره کړي، څو د وګړو د حقونو د دوامدارو سرغړونو مخه ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button