مهم خبرونهنړیوال

له جنوبي لبنان څخه د اسراییلو شمال ته د دوو توغنديو توغول

د رسنیزو راپورونو له مخې، د لبنان د حزب‌الله جنګیالیو له جنوبي سیمې څخه د اسراییلو شمال ته دوه توغندي توغولي دي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د اسراییلو په ځینو شمالي سیمو کې د خطر زنګونه غږېدلي دي.

د الجزیرې خبریال ویلي، دا توغندي د لبنان له خاورې توغول شوي او د اسراییلو شمالي سیمې یې په نښه کړي دي. تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

د اسراییلو د ۱۲م تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، حزب‌الله تېر ماښام راپدېخوا تر دې دمه د یادو سیمو پر لور له ۳۰ څخه ډېر توغندي توغولي دي. د لبنان او اسراییلو ترمنځ کړکېچ لا هم روان دی او په وروستیو ورځو کې د دواړو لورو تر منځ نښتې زیاتې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button