امنیت او پېښېمهم خبرونه
د ناروې د کډوالو شورا: د پاکستان جګړو د ننګرهار او کنړ ډېر اوسېدونکي بېکوره کړي

د ناروې د کډوالو شورا اعلان کړی چې د پاکستان اړوند شخړو له امله، د ننګرهار او کنړ د ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. دغه اداره وايي، له اغېزمنو کورنیو سره د امنیتي ستونزو له کبله خپلو اصلي مېنو پرېښي دي.
د دې شورا د معلوماتو له مخې، د ميداني ټیمونو استازو له بېځایه شويو کورنیو سره لیدنې کړي او د هغوی حالت یې له نږدې ارزولی دی. په دې ارزونو کې، د دغو کورنیو عاجلې اړتیاوې هم په ګوته شوې دي.
ننګرهار او کنړ د هېواد ختيځ ولایتونه دي چې د ډيورنډ له کرښې سره د نږدېوالي له امله کله نا کله د سرحدي نښتو او تاوتريخوالي شاهدان وي. په دغو سيمو کې د کورنیو بېځایه کېدل عموماً د پناه، خوړو او روغتيايي خدمتونو له جدي ستونزو سره مخامخوي.




