د ايران د هوايي حريم له بندېدو وروسته د افغانستان له فضا د تېرېدونکو پروازونو زياتوالی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند اعلان کړی چې په وروستيو ورځو کې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو پروازونو شمېر زيات شوی دی. د حکمتالله آصفي په وينا، له هغه وروسته چې د ايران هوايي حريم وتړل شو، د يو شمېر نړيوالو پروازونو مسير بدل شوی او اوس د افغانستان له فضا تېرېږي.
آصفي د دغه زياتوالي د دقيقې کچې او همدارنګه د احتمالي عوايدو په اړه جزئيات نه دي وړاندې کړي. د طالبانو اداره هم تر اوسه د دغو پروازونو د ترانزيتي عوايدو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې، هغه موضوع چې تل د مالي شفافيت د نشتوالي له تورونو سره مله ده.
په عين حال کې، د «فلایټرادار ۲۴» وېبپاڼې راپور ورکړی چې د امريکا او اسرائيلو له بريدونو وروسته پر ايران، ډېری هوايي شرکتونه له دې ډډه کوي چې د ايران له فضا مستقيم تېر شي. د دې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو پروازونو يوه برخه اوس د بديلو مسيرونو، په ځانګړي ډول د افغانستان د فضا له لارې، تېرېږي چې د دې مسير د هوايي ترافيکو زياتېدو لامل شوې ده.
افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له مخې د مرکزي او جنوبي آسيا په څلورلارې کې پروت دی او تل يې يو له مهمو هوايي ترانزيتي دهلېزونو څخه ګڼل شوی دی. خو کارپوهان ټينګار کوي چې د هېواد د فضا خوندي، شفاف او معياري مديريت د نړيوالو هوايي شرکتونو د باور د ساتلو لپاره ډېر مهم دی.




