اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د سرحدي پوليسو وينا: د افغانستان او ايران پوله عادي پرانيستې ده

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د سرحدي پوليسو وياند اعلان کړی چې د افغانستان او ايران تر منځ ټول سرحدي بندرونه په عادي ډول فعال دي او د مسافرو او وسايطو تګ راتګ پرته له کومې ستونزې روان دی.

عبدالله فاروقي د سه‌شنبې په ورځ وويل چې د ځمکنيو بندرونو فعاليتونه د معمول سره سم دوام لري او په دې سيمو کې مېشت ځواکونه د مسافرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي.

د هغه په وينا، نن يو تجارتي اورګاډی هم د خواف د پټلۍ له لارې هېواد ته راننوتی دی. د خواف–هرات پټلۍ د افغانستان او ايران تر منځ د تجارتي مالونو د لېږد يو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي چې په وروستيو کالونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو د اسانتيا لپاره کارول کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button