په هرات کې د خوړو د توکو بیې د ایران د جګړې له امله لوړې شوې

په ایران کې د جګړې له زیاتېدو سره هممهاله، د هرات ښار په بازارونو کې د لومړنيو موادو او خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د اساسي توکو د پېرلو توان یې له لاسه ورکړی او د بیو لوړوالي د کورنیو پر اقتصاد فشار زیات کړی دی.
خلک ادعا کوي چې ځینې پلورونکي له رامنځته شوې وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او بیې په خپلسري ډول لوړوي. د دوی په وینا، تر اوسه څارنې ونهتوانېدلې چې د بیو د زیاتېدو مخه ونیسي او بازار لا هم بېثباته دی.
بلخوا، یو شمېر دوکانداران د بیو د لوړېدو پړه پر تاجران او واردوونکو اچوي او وایي چې د توکو د برابرولو او لېږد لګښتونو بدلون په وروستۍ بیه اغېز کړی دی.
د طالبانو د ځایي ادارې چارواکو په هرات کې خبرداری ورکړی چې له احتکار کوونکو او ګرانفروشانوسره به جدي چلند وکړي. د هرات ښاروالۍ ویاند ویلي چې ګرځنده څارنیزې ډلې په دوامداره توګه بازار څاري او سرغړونکي به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي.
سره له دې، د هرات اوسېدونکي ټینګار کوي چې اعلان شوې هڅې کافي نه دي او تمه لري چې د طالبانو اداره د بازار د کنټرول لپاره، د احتکار د مخنیوي او د بیو د ثبات د تامین په برخه کې عملي او شفاف ګامونه واخلي.
هرات د افغانستان له مهمو سوداګریزو ولایتونو څخه دی او د لومړنيو توکو یوه لویه برخه له ایران څخه واردېږي. ورسره هممهاله، له پاکستان سره د افغانستان د تګلارو تړل کېدل هم د توکو د تامین پر بهیر اغېز کړی دی. له دې وړاندې، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی و چې په ایران کې د جګړې دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې او د اړینو موادو واردات اغېزمن کړي دي.




