سياستمهم خبرونه

میاخیل: د روایتونو جګړه باید په حقایقو ولاړه وي

شاه محمود میاخیل، د جمهوریت د نظام د دفاع وزارت پخواني مرستیال او سیاسي شنونکي ویلي چې ستراتېژیکې اړیکې په اصل کې «د روایتونو جګړه» ده؛ خو دا جګړه هغه وخت اغېزمنه پایله لري چې پر عیني حقایقو ولاړه وي، نه پر ناسم معلوماتو.

میاخیل په خپل تازه بیان کې ټینګار کړی چې د ستراتېژیکو اړیکو موخه دا ده چې د خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره د معلوماتو تشه رامنځته نه شي. د هغه په وینا، که یو لوری په مناسب وخت کې دقیق معلومات شریک نه کړي، مقابل لوری له دې فرصت څخه استفاده کوي او د ناسم معلوماتو په خپرولو سره خپل مطلوب روایت پراخوي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د درواغو یا غلطو معلوماتو خپرېدل جدي پایلې لرلای شي. د ده په باور، کله چې یو لوری ناسم معلومات خپروي، «دښمن» هماغه معلومات د هغه پر ضد کاروي، چې په پایله کې د خلکو باور پر ریښتینو معلوماتو هم زیانمنېږي.

د میاخیل په وینا، کله ناکله مقابل لوری له بېلابېلو لارو په یو وخت کې ناسم معلومات خپروي څو د سیال اعتبار د ټولنې او نړۍ په کچه کمزوری کړي. هغه ټینګار کوي چې اغېزمنه لاره دا ده چې معلومات پر وخت او په دقت سره شریک شي، څو حقایق د رسنیو د سرلیکونو برخه وګرځي او د ناسم روایتونو د جوړېدو مخه ونیول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button