د ایران د بریدونو له امله په بحرین او قطر کې د امریکا دوه رادارونه له منځه ولاړل

یو امریکایي پوځي مجلې راپور ورکړی چې د ایران د بالسټیک توغندیو د بریدونو له امله د امریکا د توغندیو د دفاعي سیستم دوه رادارونه په بحرین او قطر کې هدف ګرځول شوي او ویجاړ شوي دي. دغه پېښه، د سرچینې په وینا، ښایي د امریکا د دفاعي شبکې پر کار وړتیا په سیمه کې اغېز وکړی.
د راشا تودي د راپور له مخې، د «میلټري واچ» مجلې لیکلي چې دا رادارونه د امریکا د لومړني خبرداري په جوړښت کې مهم رول درلود، څو د توغندیو له ګواښونو مخکې د خبرتیا توان ولري. د دې رادارونو د فعالیت بندېدل کېدای شي د امریکایي ځواکونو او هغو ځواکونو لپاره چې په قطر او بحرین کې مېشت دي، د دفاعي عملیاتو پر پلي کولو ستونزې رامنځته کړي.
د دې راپور له مخې، یو له دغو رادارونو څخه د قطر په العُدید هوايي اډه کې ځای پر ځای و. مجلې زیاته کړې چې دغه اډه تر دې وړاندې هم د ۱۲ ورځني نښتې پر مهال هدف ګرځېدلې وه.
میلټري واچ دغه پېښه له پوځي اړخه د پام وړ بللې او زیاته کړې چې موضوع یوازې د العدید په اډه کې د دفاعي سیسټمونو د کار وړتیا پورې محدوده نه ده، بلکې دا هم مهمه ده چې ایران تر برید وړاندې خبرداری ورکړی و.
په راپور کې راغلي چې دغه تحولاتو ځینې شنونکي دې پوښتنې ته اړ کړي چې د امریکا او د هغې سیمه ییزو متحدینو د چمتووالي او وړتیا کچه څومره ده، څو د خپلو پوځي تاسیساتو او ظرفیتونو د خوندي کولو توان ولري، په ځانګړې توګه که پراخه شخړه رامنځته شي.
مجله روښانه کړې چې یاد رادارونه د امریکا د لومړني خبرداري د جامع سیستم مهمه برخه جوړوي، چې د بېلابېلو واټنونو توغندیو د کشف او تعقیب لپاره جوړ شوي دي. د دې سیسټمونو تمرکز تر ډېره د سیمې د توغندیو فعالیتونو څارنه ده.
متحده ایالاتو له دې وړاندې اعلان کړی و چې دا رادارونه کولای شي د توغندي له فیر وروسته په څو ثانیو کې د هغه احتمالي مسیر محاسبه کړي او معلومات د «پاتریوټ» او «تاد» په څېر دفاعي سیسټمونو ته انتقال کړي.




