روغتيامهم خبرونه

د یونیسف د خوراکي مرستو لومړنی پرواز افغانستان ته ورسېد

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د دریو بشري الوتنو له ډلې لومړنی پرواز چې د ژوند ژغورونکو خوراکي مرستو بار یې لېږداوه، افغانستان ته رسېدلی دی. دا محموله د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د یونیسف په همکارۍ انتقال شوې ده.

د یونیسف د اعلامیې له مخې، دغه پرواز له ۲۰ زره بکسونو د درملیزو خوړو څخه جوړ دی چې د چمتو خوړلو غذایي مواد (RUTF) دي. ټاکل شوې ده چې دا مرستې ژر تر ژره هغو ماشومانو ته ووېشل شي چې په ټول افغانستان کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د چمتو خوړلو درملیز خواړه هغه ځانګړی محصول دی چې د سختې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو لپاره جوړ شوی او پرته له ځانګړو تیارولو کارېدلی شي. دا خواړه د تغذيې د کمښت له امله د مړینو په کمولو کې مهم رول لري.

یونیسف له دې مخکې هم په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې باید د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستې دوام ومومي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button